د مور ورځ
انجینر محمود صافی انجینر محمود صافی

 

 

 

 

 

دځمکی دکری تقریبأ 6 ملیارده خلک چه تقریبآ نیمی میندی تشکیلوی . زه هم په  نوبت سره دموردمبارکی ورځی په مناسبت ټولو درنو میندو ته دصحت اوخوشحالی سره مبارکی وړاندی کوم . زما په نظر دمور دکلمی معنی په حقیقت کی یو معنوی ، تربیتی ،اواخلاقی مکتب دی . اصلآ قلم دهغی دتوصیف څخه عاجز دی .دمور لاس دبشریت دجوړښت لاس  دی .او هغه لاس چه زانګو زنګوی هغه جهان زنګوی  هغه دمور سپیڅلی لاس دی                                                                                            مور جانی په ډیر احترام غواړم ستاسو دزحمتونو یادونه وکړم ،ستا دصحت په غیږ کی لوی شوم.سپینی دغیرت نه ډکی د پښتنی ننګ شیدی دی را کړی .ستا دشیدو دغیرت خوند او مزی ماته دپلار نیکه ،ننګونه اوغیرتونه رازده کړه .تا راته دوطن دمینی درس راوښود . ستا دحیا او عزت څخه مو دژوند داستان تکمیل شووه . مور جانی دنیا ته دی تحفه کړم .زیار او زحمت دی وګاله او په اوله چیغه می ددی فانی دنیا اکسیجن تنفس کړه  اورګانیزم می فعال شووه . دکلی خلک راته قصه کوی چه کله پیدا شوی کلیوالو او پلار می بیشماره دخوشحالی په دود دټوپک ډزی وکړی چه مینه می شنه شووه او په کور کی می غیرتی پښتون ځوی پیدا سووه. او دژوند سره مبارزه می شروع شووه .سترګی می پټی ،خوله می خلاصه ، اوحواصو می ستا دغیږی بوی لټووه ،شیدی دی راکړی ، پاک  دی کړمه ، ما خبری نشوی کوولی ،ته زما دمادیت ،اومعنویت پیداکوونکی داکتره ،اوپرستاره وی. چه سترګی می خلاصی کړی.په دی بی وفا ه دنیا کی سترګی می ستا په  نورانی مخ ولګیدی او دشدو دخوراک په وخت کی می ستا دغیږی په مهربانه محبت کی او دمخ په هنداره کی دځان پیژندی دمعرفت سره اشنا شووم.  

مور جانی شپی او ورځی دی ماسره تکالیف وګالل ، بی خوبی ګانی دی تیری کړی ،ودی لمبولوم ، پاک دی کړم ،بیدون دطبی امکاناتو دی زما سرپرستی وکړه . مکتب دی راباندی ولوست ، ورځی وختونه او دانتظار شپی دی سبا کړی اوپه دی امید وی چه که چیری ماته دځوی دځوانی سره سم خوش بختی اوسوکالی راشی .او دسوکړک ډوډی مو په غلمینه بدله شی.  مور جانی په ټولنه کی  بد بختی او مشکلات خورا ډیر  ووه . او  دخوشبختی نورزماد کورپه روزان راننوزی مونږتحول منونکی ځوانان ووه ، اوپوره دځوانی احساسات مو درلودل . دوطن دخدمت درس چه تا راکړی وه مونږ ورته ملا وتړله .مور جانی ستا ټول نصایح می په غوږ کی ووه . زه ستا میړنی ځوی وم . وطن ته دخدمت په لاره کی زما ملګرو سرونه ورکړه او زه همیشه وطن دخدمت په لار کی اماده ووم . یو ورځ زما ملګری ماته په خط کی داسی لیکلی وه

 

              زما خوښی اوخنداګانی دی هم  ورکړی بل ته

                دماتم تاج می دی په سر دغم سلطان دی کړمه

             تا دغیرت دنورو برخه هم زما نصیب کړه                                                                                                   دننګ ټوټه د پت څښتن دغم سلطان دی کړمه   زه دخوښیو ،خنداګانو پروا نلرمه خوش بختانه چه میړنی افغان دی کړمه.                افغانی ټو لنه دویر ماتم او ژړاه ټولنه ده . هلته متا ء سفانه خندا دابد دپاره تښتیدلی ده غمونه اوزخمونه دی ،خوشحالی ګانی کوچیدلی دی . مور جانی تابه همیشه ویل دوطن خدمت ، دملی ګتو ساتل ، او دخلکو ازادی ستا سو وظیفه اودین دی همیشه به دی ماته ویل                                                                                                                                            په تور ټوپک ویشتلی راشی ځو یه                                                                   دبی ننګی اواز دی را مشه  مینه                                        یا به دی داراته همیشه زمزمه کوله                                                                                                  لالی می تللی انار باغ ته                                                                                یابه سر بایلی یابه راوړی انارونه                                        دا دسولی انارونه هیڅ لاس ته نه راځی ،اونه پیدا کیږی ، دا باغونه اورغونه ټول وچ  شوی او هغه دسولی دانارو ګل غوټی هم مړاوی شویدی .باغونه ټول ډاګونه شووه  شینلی پکی نشته ،دباغ لرګیو هم اور واخیست .څه مخکی راغلل داستان او قصه  خورا اوږده ده خوزه غواړم په لنډشکل ستاسو سر پری خلاص کړم.                    

زمونږ ملګرو او انډیوالانو ما سره یو ځای دمملکت دملی ګټو دساتنی دپاره که ګویا وطن ته سوکالی اقتصاد، پر مختګ ،عصری تکنالوژی ،او خوشحالی راشی . موری مونږ فکر کاووه چه میران به سووه . مونږ خبر نه ووه چه  ویرونه سووه.تقریبآ اول۱۵ کاله مخکی دا هغه پخوانی قصی دی . اوتر نن پوری ۳۲ کاله وخت تیر شوی دی چه په وطن غدی وختلی ، جنګونه شروع شووه ،وطن په ډیر لوی چقری کی ولویده .اوس تقریبآ یو پر څلورمه برخه د دنیا زمونږ وطن کی لګیا ده ورکه لټوی .چه کله به پیدا سی .دیر خلک زمونږ شهیدان او معیوب سووه .قصه داسی راغله :

۱: دنیا پر مونږخپلی لوبی وکړی او کوی ای .مور جانی ټولی خبری او وعدی درواغ وی یو ځل شرقیان راغلل ټنکونه ای راوستل زمونږ په کور ای وکرځول .مونږ ته وویل تاسو ته کومک کووه دستاسو کور جوړوه.دا نسخه نا چله سووه ،دخپل ملګر توب څخه ای انکار وکړه .وتښتیدل نور ای شاته ونه کتل اومونږ ای هیر کړو .تاریخ اوزمانی پری

لعنت وویل.

۲: ورپسی زمونږ خپل خلک راغلل دګاوندی ممالکو څخه ټول وطن ای وران کړه ټول کور ته ای اور واچووه ،په ښایسته کابل ای چور اوتالان ای پر ګډ کړه او ویساځاوه .دټول وطن بیت المال ای چور او چپاول کړه . حتی دبرق کیبلونه ای دځمکی دلاندی ځینی راویستل او دبرق هوای مزی هم ورسره یو ځای خرڅ کړه .ملی بس ای هم وتښتول پاکستان ته ای یووړل ،دټول مملکت دارای اومال اومتاع دیووی ولسوالی خلکو په غلا یوړل .هندوان او صرافان بیچاره ګان ای مړه کړه ،پیسی تری غلا کړی ،څو څو دفعه ای سرای شهزاده دشپی دخواه چوراو چپاول کړه ،داسی حالت راغی چه دتیلو پر ځای اوبو هم په کابل کی اور واخیست .غټ ملا ټول وطن په غنیمت امر کړی وه .یوبل ملا دلس میلونو ډالری چک هم دځان دپاره غلا کړه دغلو حکومت ، دغلو بازار ، کوږ

بار تر منزل ونه رسیده.                                                                                 

 

 ۳: بیا عربانو او پاکستانیانو یوه چلوټه جوړه کړه .دځان دګټو دپاره ای تور ملایان او چڼیان ای راوستل دا ځل وطن بیا بی صاحبه شووه دوطن غرونه او لعلونه اورغونه دملایانو استا دانو چوراو چپاول کړه .په وطن ای تور څادر وغوړاوه، ښځی بیچاره ګانی ای په ټوپکو وویشتلی ،اوپه کورو کی بندیانی کړی ، ټول مکتبونه ای وتړل ددښمن په لمسون ای دټولو بشری قوانینو پر خلاف تورو بګووه دسبا ستوری په دار وځړاوه او تاریخ تکرارشووه.                                                                                       

 

 ۴: اوس غرب اوامریکا دخپلو طیارو او ټانکو سره راغلی دډیرولرو فاصلو څخه اویو پر څلورمه برخه دجهان ته ای بازی ورکړی دځان سره ای راوستی دی اووای   مونږ ورکه لټووه اوستاسی کور در جوړاوه اوتاسی ته ازادی راولو .دا هسی خوب لیدل دی . داکور نه جوړیږی او نور هم ورانیږی او دا دومره بی حیا ه خلک دی اول دی وژنی اوبیا درنه بښنه غواړی .داسی پیشی وسوی قصه نوره هم اوږده ده . اوپه شروع دجنګونوکی زمونږ دنیمای څخه ذیات انډیوالانو چا ه چه دلاری کرایه درلوده دوطن څخه فرار او وتښتیدلو،د دنیا په پنځه وچوو کی خواره واره او میشته شووه .ډیره موده دروسان په ملک کی موجوالی ګری وکړه چه مړی پیدا کړو هلته په روسیه کی یو بریتور افغان وه چه غلام محمد نومیده ډیروافغانانو سره کومکونه وکړه. ډیروته ای دجوالی ګری وظیفی ورکړی اودکارامکانات ورته برابرکړه .هر څه چه موپیدا کړه غلو پلیسو مونږ نه بیرته واخیستل ګوزاره مو ونه سووه .بلی خاوری ته مو دسفر تکل وکړه په سباه نه پوهیدلو چه څه به کیږی .دچاه بچی په تورو لارو مړه سووه اوچاه  په ځنګل کی پریښودل ،او دچاه اوبو یوړل ،دیر خلک تر اخر منزل ونرسیدل .چیری دی هغه دسیاست قمار بازان چه په یو دو سره ای دسولی په نوم  ټول مادی اومعنوی هستی دمملکت بایلوده ،هغه څوک چه زمونږ مشران وه او مونږ سره ای دوکه وکړه . دلته په بیګانه ملکو کی په خپل سزا ورسیدل زمونږ دسر لشکر دوهمه درجه مشر اومشران چه دخیاله بی مونږ سره خبری نکولی اومونږ ای یواځی پریښودلو اوس کله په خره سپاره او کله په بایسکل دلندن په کوڅو کی اخبار اچوی او بعضی نور دخیرات مړی ته په قطارونو کی دانتظار ګړی شماری ،او په بعضی ملکنو کی ورته دژوند حق هم نه ورکوی دحیواناتو قدر شته زمونږ نشته ،دا دومره بد خلک دی .مونږ ټولو څخه لاره ورکه ده ،دنیا مونږ ته تاریکه ده .مور جانی که مو رڼا ومونده بیرته به خپلی کوډلی ته ستانه  سووه روح به مو تازه شی ،ننګونه او غیرتونه به موغرونه ونړوی ،او ټول پردی خلک چه دټوپکو او سلاحو سره راغلی دخپل کوره وشړو .کور به  مو بیرته خپل شی مورجانی ،آټڼونه،ملی اوازونه ،ملی عنعنعات به ژوندی شی کور په کور به خپاره شی .یو دبل په خوشحالیو ،ښادیو ، او غمونو کی به اشتراک وکړو دا پر مونږ دین دی چه یو ځل به بیا په یووالی او اتفاق سره دنیا ته دعبرت اوازادی درس ورکړو .او دنیا دسیالیو سره به سیال اومساوی شووه .دازمونږ هیله او ارزوده ،کلک عزم اوهوډ غواړی .مونږ به کامیاب اوبریالی شووه ځکه وطن مو کور دی اوهم مو ګوردی . مورجانی مونږ ستا دخدمت څخه محروم شووه او ته مو یواز ی پریښودی ، اوستا دخدمت دین داره پاتی شووه . دا ولی داسی وسووه ددی جواب څوک نشی ویلی او داسی څوک پیدا نشووه چه دوطن دګوند دشهیدانو دمور ګانو اوښکی پاکی کړی وای او پاکی کړی . دردونه اوغمونه ای ورسره ګاللی وای دمیندو دپاره دخپلو بچو شهادت تر اندازی زیات دروند غم دی .ګرانی دوطن خوږی خوری کله چه دی ماته دمور دحق رسیدو خبر راکړه .خپلو خاطرو لیونی کړم .یوه هفته څه چه دوی میاشتی بی خوده وم ،او  هغه دین دمور دخدمت چه په ما فرض وه ، ادا کولی می ونشووه او ترابد باقی اودین داره پاتی شووم .اصلآ سیاست دورځی معامله ده موراو پلار نلری اودا مړی په دومره ویر او ماتم نه ارزیده .چه پیش شوول ،په بشری تولنه کی دژوند ګرنټی ،کار ،او تولید ،دانسان حقوق اوازادی ،اوتر ټولو مهم اقتصاد ،دژوند دکیفیت اوکمیت معنی ورکوی .محتاج انسان دژوند دټولو مزایاو څخه محروم وی .په غیر ددی اصل څخه ژوند کوم ارزښت نلری .وسلام

 

 

 

 

 

 

 

 


May 7th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي